د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې، چې د تخصصي برنامې بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې کړي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۴۱
MOPH

په همدې اساس د عامې روغتیا وزارت د حکم سره سم د یوې شفافې پروسې له لارې هېواد ته د وړ طبي متخصصینو وړاندې کولو په موخه د (Comprehensive) ازموینې عملې برخې long case او Short case ازموینې اخیستلو پروسه په رسمي ډول د ۱۲/۰۳/۱۴۴۷ نېټه، چهارشنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتونونو د محترمو استادانو په همکارۍ ۲۶ تخصصي برخو کې د مرکز او ولایتونو د تخصصي روغتونونو له ۴۸۵ وړ نوماندانو څخه چې لیکلې یا تحریري ازموینه کې بریالي شوي وو، د خپاره شوي مهالویش سره سم پیل شوه او دا پروسه به ۲۰/۰۳/۱۴۴۷ نېټې د پنجشنبې تر ورځې پورې د مرکز په تخصصي روغتونونو کې دوام ولري.

 د یادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شوي ازموینې اخیستلو پروسه د نصاب سره سم په معیاري ډول د اکمال تخصص لوی ریاست د مشرتابه او با صلاحیته استازو په شتون کې څارل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۲۶ قلمه طبي وسایل ووېشل شول

دغه وسایل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره دی، د ټولنې پیاوړتیا او پراختیا (OCED) مؤسسې له لوري د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلین. . .

BACK TO NEWS