د اندارګاندي ماشومانو د درملنې روغتون څخه د تخصص ټیم لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۳۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر او ورسره مل ټیم د تخصص په برخه کې د شته نیمګړتیاوو له منځه وړلو، د ټرینر متخصصینو او ټریني ډاکټرانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د اندراګاندي ماشومانو درملنې روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د اکمال تخصص عمومي رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر د تخصصي برنامو د معیاري کولو او د اکمال تخصص ریاست اهدافو ته د رسېدو په موخه د اندراګاندي روغتون مسؤلینو سره بحث او خبرې ترسره کړې.

نوموړي همداراز مسؤلینو ته د کریکولم د اهمیت له مخې د Logbook،bedside teaching ،Morning report، Morning visit، Case presentation مضامینو د تطبیق په اړه هر اړخیزې خبرې ترسره کړې؛ ترڅو په اړه یې لازم پلان شوي اجراات ترسره شي.

سربېره پر دې د څارنې بهیر بشپړولو په موخه د یاد روغتون له رهبرۍ او اړوند مسؤلینو غوښتنه وشوه، ترڅو د اکمال تخصص ریاست له هیئت سره، چې تر شپږو ورځو به په دې روغتون کې پر څارنې بوخت وي هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست، تل هڅه کړې، چې د تخصصي برنامو د بډایه کولو او ډاکټرانو د پوهې کچې لوړولو په موخه هغه علمي معیارونه او سټندردونه پلي کړي، چې له مخې یې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS