د افغانستان اسلامي د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په قطر هيواد کې د هالينډ هيواد له شارژدافیر او نوموړي هیواد د همکاریو د سازمان د مسؤولې سره ليدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۹:۵۸
moph

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو، د دوامدار او پر ځان بسیا روغتیایي سیستم پر اړتیا، د ریښتينو روغتیایي معلوماتو او روغتیایي لومړیتوبونو اړوند د پوهیدلو او اغیزمنو روغتیایي پروژو د ډیزاین لپاره د روغتیا وزارت مستقیم تعامل او اوږد مهاله همکاریو باندې بحث تر سره شو.

ښاغلي وزیر همداراز يادونه وکړه  افغانستان خوشبختانه اوس د وړاندې په نسبت د بې سياله امنیت څخه برخمن دی ، امنيت يې د ډاډ وړ دی نو اوس ښه وخت را رسيدلی چې افغانانو ته د روغتیا په برخه کې لا زیات  او معياري خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS