د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د UNFPA ادارې د افغانستان څانګې له مسؤل، ډاکتر مارک سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۹:۶
UNPFA

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د تېرو دوو کلونو د لاسته راوړنو، د میندو او ماشومانو د مړینې د کمېدو، سرشمېرنو، د روغتیا په برخه کې د نوې څېړنې د ترسره کېدو، د نوموړې ادارې پر بېلا بېلو فعالیتونو او ګڼو نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

 د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په تېرو دوو کلونو کې د هېواد د روغتیايي سکټور لاسته راوړنو ته په اشاره وویل، دا چې عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو کلونو کې په روغتیايي برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لرلې دي؛ نو اړتیا ده چې د روغتیا په برخه کې نوې څېړنې او سرشمېرنې ترسره شي؛ تر څو په روغتیايي برخه کې رېښتوني لاسته راوړنې او موجوده ستونزې په ډاګه شي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د UNPFA ادارې له مسؤل څخه وغوښتل، چې د Demographic Health Survey په برخه کې چې د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې ترسره شوې او له معلوماتو یې ډېر وخت تېر شوی دی، په همدې کال کې ترسره شي او همدارنګه د میندو د روغتیا او د مړینې د کچې اړوند رېښتوني معلومات راټول او د مخنیوي لپاره یې لازم ګامونه پورته شي.

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، چې ډېر ژر به یوه صلاحیت لرونکې کمېټه د میندو او ماشومانو د مړینې د کمېدو په موخه چې ذیدخله بهرني او کورني همکاران به یې غړیتوب ولري جوړه کړي؛ تر څو د میندو او ماشومانو د مړینې رېښتوني شمېرو، د سببونو د څپړلو او د لازمو پالیسیو په تطبیق سره یې د مخنیوي لارو چارو باندې د عامې روغتیا وزارت مقام سره خپل اړوند وړاندیزونه شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیایي ځالې ودانۍ د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (IOM) سازمان په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې په فعالیت سره به یې د سیمې ۳زره نه تر ۵زره اوسیدونکي په معیاري تعمیر کې روغتیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د څېړنې مېتودولوژۍ اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د اکمال تخصص برنامې د ټریني ډاکټرانو د علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه استقلال روغتون کې د څېړنې مېتودولوژۍ (Research. . .

BACK TO NEWS