د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو ته د روغتونونو د غوره مدیریت په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۴:۲۷
moph

 په یاد روزنیز ورکشاپ کې د رهبرۍ د برخو، د ناروغ خوندیتوب او د ناروغیو د پېښو مدیرت په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې شول.

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د یاد روزنیز ورکشاپ موخې ناروغانو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کول او په روغتونونو کې د روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړول یاد کړل او ویې ویل، په یاد روزنیز ورکشاپ کې د مرکز کابل او ولایاتو ۲۲۵ تنو ته روزنه ورکول شوه.

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، همداراز وویل یاد روزنیز ورکشاپ به په نږدې راتلونکي کې د روغتونونو د اداري برخې کارکوونکو، داکټرانو او نرسانو ته هم په لاره واچول شي.

له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان استازي په روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول مهم وبلل او د معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې يې د ورته ورکشاپونونو په اغېزمنتوب ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د روغتونونو د غوره مدیریت په موخه داسې روزنیز ورکشاپ په لاره اچول شوی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

هرات ولایت کې د خوراکي توکو د فابریکو څځه نظارت تر سره شو

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت د هرات صنعتي ښارګوټي کې د خوراکي توکو دوه فابریکو څخه نظارت تر سره کړ، چې پایله کې یې ۱۶ بیلره خام مواد او ۴۶۵ کېلوګرامه له نېټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۲۴
Background image

د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس په دغه ولایت کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر "صدام" په خپل کاري دفتر کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو، روغتیايي تآسیساتو او د درملو عمده پلورنځیو له مسؤلینو او د دغه مراکزو د اتحادیې له مشر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د پکتيا ولايت مرکز ګردیز ښار کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د پکتيا د عامې روغتیا رياست د څارنې او پلټنې امریت او روغتیایي قوانینو د بررسۍ عمومي مدیریت نظارتي تیم له لوري د یاد ولایت مرکز ګردیز ښار کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS