د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دولتي روغتونونو د ډيجيټل کولو په موخه له اړوندو مسؤلينو سره ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۷
moph

ياده ناسته چې د عامې روغتيا وزارت په مقام کې تر سره شوه، د دولتي روغتونونو د ډيجيټل کولو پر بهير، د اړوندو برخو د برېښنايي کولو پر څرنګوالي او د روغتيايي معلوماتو د ثبت او مديريت په برخه کې پر شته امکاناتو او اړتياوو بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتيا وزير وويل: د روغتونونو ډيجيټل کول به د ناروغانو د ثبت، روغتيايي معلوماتو د خوندي ساتلو، د درملو او طبي تجهيزاتو مديريت، مالي او اداري چارو، عوايدو او لګښتونو او د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې لا زيات شفافيت رامنځته کړي.

ښاغلي وزير ټينګار وکړ، چې د روغتونونو ډيجيټل کول د روغتيايي نظام د عصري کولو له مهمو برخو څخه دی او په عملي کېدو سره به يې د ناروغانو د خدمتونو بهير چټک، د روغتيايي کارکوونکو چارې منظمې او د خدمتونو په کيفيت کې به د پام وړ ښه والی رامنځته شي. هغه د اړوندو ادارو مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چې د دې پروسې د بشپړ پلي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغانستان د روغتیا دوهم ملي او نړيوال نندارتون د پيلېدو په تړاو خبري کنفرانس ترسره شو

ياد نندارتون چې د روان کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه به پيل او تر ۲۴ نېټې پورې به دوام ولري، په اړه يې جوړ شوي خبري کنفرانس کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

په غور ولايت کې ۱۷۸ روغتیايي کارکوونکو لپاره د خوارځواکۍ او ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

ياد پروګرام د «Wasting او ECD» تر سرلیک لاندې د خوارځواکۍ له امله د بدن د وزن شدید کمښت تشخیص او درملنې او د ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ د ملاتړ په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS