د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بې سرحده ډاکټرانو بنسټ له مشر میکایل لیپي سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۲۲
moph

په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د بې سرحده ډاکټرانو مشر او استازو یې ګډون کړی و، په هېواد کې د بې سرحده ډاکټرانو اړوند روغتیایي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، په خدماتو کې روڼتیا، د عامې روغتیا وزارت سره پر لا ښې همغږۍ او د داومداره مؤثرو خدماتو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي وزیر له روغتیایي سکټور سره د یادې ټولنې لخوا د مرستو زیاتوالی او پراختیا اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د خدماتو د لا پراختیا غوښتنې ترڅنګ، د روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د خدماتو پر کیفیت، مؤثریت او شفافیت ټینګار وکړ.

دغه راز، په یاده لیدنه کې د بې سرحده ډاکټرانو مشر ښاغلي میکایل لیپي هم په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو او دې برخې ته د لا زیات پراختیا ورکولو ژمنه وکړه او د خدماتو پر کیفیت او همغږۍ یې ټینګار وکړ.

 همدارنګه، ښاغلي لیپي په هرات، کندز او هلمند کې د خدماتو پر دوامداره ساتلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې یاد مرکزونه به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ فعال وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۵۱
Background image

کاپیسا او هلمند ولایتونونو کې له خصوصي روغتیایي سکټور، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې کاپیسا ولایت کې ۱۱ درملتونونه، ۱۵ روغتیایي کتنځایونه، ۹ بابه د غاښونو کلینیکونه، ۳ بابه حجامه خونې، یو OPD کلینیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۴
Background image

د پکتیا ولایت روغتیايي مرکزونو سره د (۵.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه

دا مرسته د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د هیلت نیټ تطبیق کوونکې مؤسسې له لوري وشوه، چې په کې د اکسیجن بالونونه، ایکسری ماشینونه، د عملیات خونو میزونه، د ژمي کمپلې او نور بېلا بېل تجهیزات. . .

BACK TO NEWS