د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشر، ښاغلي تاریا واټر ډال سره پر یو شمېر مهمو موضوعاتو لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۲
moph

په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا، د نیمه روغتیايي زده کړو برخه کې د افغان محصلینو د روزلو او اسانتیاوو رامنځته کېدو، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو او د روغتیا ملي پالیسۍ سره سم د خدماتو وړاندې کېدو اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا ملي پالیسۍ سره سم د خدماتو په وړاندې کېدو ټینګار وکړ او د یادې کمېټې څخه د نیمه روغتیايي زده کړو برخه کې د افغان محصلینو د روزنې او د افغانستان روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا په موخه د همکاریو غوښتونکی شو.

بل لور د ناروې کمېټې مشر، خپلو دوامدرو همکاریو ته په اشارې د نیمه روغتیايي زده کړو برخه کې د افغان محصلینو د روزنې او روغتیایي سکټور سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS