د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر، علي رضا بیکدلي سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۹:۳۱
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او دوه اړخیزو همکاریو اړوند خبرې وشوې.

ښاغلي وزیر، ایران هېواد سره روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او ویې وویل: "موږ د هېواد روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولای شو دې برخې کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو".

دغه راز، د ایران سفیر روغتیا برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند او په نږدې راتلونکي کې یې په کابل او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS