د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اروپایي ټولنې لپاره د منځني ختیځ له رئیس، پټریس اوسټوبس او مرستیالې پولا پامپای سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۰:۳۰
MOPH

دې لیدنه کې په افغانستان کې د روږدو او سرطاني ناروغیو درملنې مرکزونو د تمویل، روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو او روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا اړوند خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیا برخې سره د اروپایي ټولنې له مرستو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د روغتیايي سیسټم په هغو برخو کار وکړي چې روغتیا وزارت ته لومړیتوب لري، چې له ډلې یې د روږدو او سرطاني ناروغیو درملنې مرکزونو تمویل او د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول دي.

بل لور د اروپایي ټولنې مسؤلینو د افغانستان روغتیايي برخه کې په موجوده شفافیت خوښي څرګنده او د روغتیایي سیسټم پیاوړتیا برخه کې یې د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا رياست د روږدو درملنې سل بستريز روغتون کې د روان کال له پيل تر دې دمه د ۴۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د ياد روغتون امر، ډاکټر نياز محمد جويا وايي، په دغه روغتون کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې (۴۶۶) تنه روږدي راجستر او بستر شوي، چې له ډلې یې (۴۳۰) تنه روغ شوي، (۵۳۳) تنه تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او. . .

BACK TO NEWS