د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او ثالثي روغتونونو مسؤلينو، متخصصینو او روغتيايي کارکوونکو ګډون کړی.

د اکمال تخصص لوی رئیس، دوکتور نثار احمد نیازي ياد سیستم روغتيا برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وګڼله او دا سیستم يې د دقيقو روغتيايي معلوماتو په ثبت، د ټريني ډاکټرانو لپاره د روزنيز انلاين چوکاټ رامنځته کولو، د تخصصي زده کړو د کيفيت په ښه والي او شفافیت، د نظارتي بهیر اسانتيا، له نړيوالو معيارونو سره د روزنيزو پروګرامونو برابرولو، علمي معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو کې خورا  مهم او اساسي اقدام وباله.

همداراز، د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شيخ محمد طاهر حليم هم ياد ډيټابیس سیسټم د روغتيايي معلوماتو دقیق ثبت او د وخت غوره مدیریت برخه کې ستره لاسته راوړنه وبلله او د دغه سیسټم په غوره مدیریت یې ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې همداراز، د عاجل  ابن سینا ملي او تخصصي روغتون رئیس دوکتور ګلاب ګل ځدران، د ياد روغتون د ټريننګ برخې مسؤل دوکتور محمد عظیم صمیم او د اکمال تخصص رياست د ډيټابیس امر انجینر فرهاد وفا د دغه انلاين سیسټم د ګټو او موخو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت په دا وروستیو کې په بیلا بیلو برخو کې ډیجیټلي سیستمونو را منځته کولو باندې کار پیل کړی چې نسبت وړاندې ته په چارو کې اسانتیاوې را منځته شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS