د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د طبي عالي شورا له متخصصینو سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۷
moph

په دې غونډه کې چې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د متخصصینو شورا غړو ګډون کړی و، د اکمال تخصص د ۳۸ استادانو علمي رتبو د تائید او د ټریني ډاکترانو ستونزو ته د رسېدنې اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د مالي او اداري چارو مرستیال وویل: ( طبي استادان یو مهم علمي مقام لري او باید حقونو او مسلکي امتیازاتو ته یې جدي پاملرنه وشي، هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د علمي کادرونو د ملاتړ او د روزنې په برخه کې د ډاکټرانو د مسلکي ودې لپاره د مناسبو فرصتونو رامنځته کول د خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼي).

همدارنګه، د مالي او اداري چارو مرستیال ټینګار وکړ، چې وزارت به د موجوده ستونزو د حل او اړوندو څانګو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره اړین اصلاحات راولي او د متخصصینو وړاندیزونه به په جدي توګه تعقیب کړي، هغه ډاډ ورکړ چې د علمي رتبو ورکولو او تخصصي زده کړو پروسې د ښه کولو لپاره به اړین او اغېزمن اقدامات ترسره شي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس، ډاکټر نثار احمد نیازي د نړیوالو معیارونو سره سم په معیاري ډول د طبي څېړنو په تر سره کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: (څېړونکي باید د علمي، مستند او تخلیقي چلند سره کار وکړي؛ تر څو له دې لارې د څېړنې پایلې د علمي ظرفیت لوړولو او د روغتیایي خدماتو کیفیت ښه کولو کې اغېزمن رول ولوبوي).

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS