د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او اړوند تخنیکي ټیم د درملو او طبي تجهیزاتو واردونکو اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته وکړه
ياده ناسته چې د خوړو او درملو معينيت کې ترسره شوه، د خوړو او درملو مرستيال د ګډونوالو د ستونزو، نظرونو او وړاندیزونو اورېدو تر څنګ ډاډ ورکړ، چې یادو موضوعاتو ته د هر اړخیزې رسېدنې لپاره به لازم او اغېزمن اقدامات تر سره شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د وروستۍ منظور شوې مسودې په چوکاټ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو واردونکو لپاره د نويو اسانتیاوو په اړه هم اړین معلومات ورکړل شول.
په دې ناسته کې له سوداګرو غوښتنه وشوه، چې په اوسنیو شرایطو کې له هر ډول غیر قانوني بيو لوړوالي او د درملو له احتکار څخه په کلکه ډډه وکړي، تر څو د درملو د بازارونو نظم وساتل شي او هم د خلکو لپاره د درملو د کمښت یا د بیو لوړوالي له امله اندېښنې رامنځته نه شي.
ښاغلي مرستيال خبرداری ورکړ، چې هغو شرکتونو یا کسانو سره به جدي او قانوني چلند وشي، چې د درملو احتکار وکړي او یا په غیر قانوني ډول بيې لوړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري، په ځانګړې توګه د خوړو او درملو معینیت په منظم او دوامداره توګه د دې سکتور له سوداګرو سره په اړيکه کې دی، تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د درملو برخه کې د خلکو اړتیاوې په وخت پوره او د سوداګرو ستونزو ته هم ژر رسېدنه وشي.
