د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ مل پلاوي په مرکز کابل کې د استقلال روغتون د خدمتونو ارزونه پیل کړه
په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د مل پلاوي په شتون کې د استقلال روغتون له مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې ښاغلي مرستیال وویل: له دې ارزونې یې موخه د روغتیايي خدمتونو ښه والی او لا معیاري کول دي، تر څو په مرسته یې خنډونه او شته ستونزې په نښه او ورته د حل لارې چارې پیدا شي.
ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني دغه راز په یاده ناسته کې ټاکل شوي پلاوي ته سپارښتنه وکړه، چې دا ارزونه په دقیق ډول ترسره کړي، څو یې نېمګړتیاوې معلومې او په اړه یې لازم اقدامات ترسره شي.
