تېره میاشت بلخ ولایت کې له ۲۲۹ روغتیايي او خوراکي تاسیساتو څخه نظارت ترسره شوی، چې پایله کې یې ۴۵ تاسیسات تړل شوي دي

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۰:۲۹
moph

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت ټیمونو تېره میاشت د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې له ۲۲۹ درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړی، چې پایله کې ۳۳ درملتونونه، یو کلینیک، یو روغتون، ۷ روغتیایي کتنځایونه، ۲ لابراتوارونه او یو د کوچنیو جراحي عملیاتو مرکز له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې او غیر قانوني فعالیتونو له امله وتړل شول.

د بلخ د عامې روغتیا رئیس، رحمت‌ الله منصور ټولو نظارتي ټیمونو ته په ټینګار سره وویل، چې نظارتونه په منظم، دقیق او شفاف ډول ترسره کړي او د هر ډول غیر قانوني فعالیتونو په صورت کې دې جدي اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه، نوموړي د روغتیايي او خوراکي تاسیساتو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې نافذه قوانین او مقررات په بشپړ ډول مراعت کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS