تېره اسد میاشت په کابل ښار کې د خوراکي توکو له ۴۴۴ تاسیساتو څخه نظارت شوی

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال د اسد میاشتې په ترڅ کې، د خوراکي توکو د خوندیتوب تأمین او بازار ته د نېټې تېرو او غیرمعیاري محصولاتو د وړاندې کولو مخنیوي په موخه د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د خوراکي توکو له ۴۴۴ تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړی، چې پر مهال یې شاوخوا ۹۴۳ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول شوي او د خوراکي توکو د کیفیت تثبیت په موخه ۱۰ مشکوکې نمونې لابراتوار ته استول شوې دي.

همدارنګه، د څښاک اوبو خوندیتوب ارزونې په موخه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له یو شمېر خصوصي او ګرځنده اوبو رسوونکو شرکتونو او د اوبو له سرچینو څخه د اوبو نمونې اخیستل شوې او د لابراتواري څېړنو لپاره لابراتوارونو ته استول شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتون مدیریت (Hospital Management) په برخه کې د روزونکو د روزنې (TOT) پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه روزنیز پروګرام، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ ترسره کېږي، ۳۰ تنو ګډونوالو ته به په کې د روغتون اغېزمن مدیریت، اداري چارو سمون، د خدمتونو کیفیت لوړولو او د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او HEWAD مؤسسې ترمنځ د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په بدخشان، بادغيس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، وردګ، ننګرهار، پکتيا، پنجشېر، سرپل، تخار، ارزګان او زابل ولایتونو کې مدغمو روغتيايي خدمتونو ته د مور او ماشوم د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲
Background image

د شیخ زاهد روغتون ۳۸ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د انتاناتو کنټرول او مخنیوي روزنه ورکړل شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د شیخ زاهد روغتون د ۳۸ تنو روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو او مهارتونو لوړولو په موخه د انتاناتو کنټرول او مخنیوي دوه ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS