د عامې روغتیا وزارت او HEWAD مؤسسې ترمنځ د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري په بدخشان، بادغيس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، وردګ، ننګرهار، پکتيا، پنجشېر، سرپل، تخار، ارزګان او زابل ولایتونو کې مدغمو روغتيايي خدمتونو ته د مور او ماشوم د لاسرسي زیاتوالي په موخه له HEWAD مؤسسې سره د (۱۰۲۲۵۰۵) یو میلیون او دوه ویشت زره پنځه سوه پنځه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د رواني ټولنیزو خدمتونو ۳۵ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۱۱۱۸۹۴) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۲۰۴) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د HEWAD مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
