په ننګرهار کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی ټریننګ حال د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت عامې روغتیا ریاست کې د یوه لوی ټریننګ حال د بنسټ ډبره کېښوده

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د یونیسیف ختیځ زون د روغتیا برخې مسؤل او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود.

یاد ټریننګ حال د یونیسیف ادارې له لورې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي، چې په یوه وخت کې به د شاوخوا ۳۵۰ کسانو ظرفیت ولري.

 د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ښاغلي مرستیال، د یونیسیف له همکارۍ د مننې تر څنګ اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې تعمیراتي چارې د وزارت له پالیسۍ سره سم په معیاري توګه تر سره کړي.

همداراز، د عامې روغتیا رئیس دغه ټریننګ حال د روغتیا برخې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره مهم یاد کړ او ډاډ یې ورکړ، چې په جوړېدو سره به یې به د روزنیزو پروګرامونو د پیل لپاره هڅې وکړي او روغتیایي کارکوونکو ته به د ظرفیت لوړونې په موخه د مهمو روزنیزو پروګرامونو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS