د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د میدان وردګ د روغتیا ریاست څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۳۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رياست څخه ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو حل په اړه خبرې وشوې، د میدان وردګ ولایت عامې روغتیا رئیس حافظ سعيد الرحمن د یاد پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل: د عامې روغتیا وزارت مرکزي مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي او زیاته یې کړه، د روغتیایي خدماتو پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست پر هلو ځلو خوښي څرګنده او د خدماتو لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې او ویې وویل، د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي چې د میدان وردګ ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

لغمان ولايت کې ۹۰۰ کيلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۲۱ قلمه درمل راټول شول

د لغمان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په اليشنګ ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له عمده او پرچون پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې يې ۲۸. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت نورستان ته د بېړنیو روغتیايي مرستو درمل وسپارل

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټاکل شوي پلاوي د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله د ټپیانو غوره درملنې په موخه ۱۶ قلمه درمل د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د عینو مېنې روغتون د ICU نوې څانګه پرانیسته

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د عينو مېنې ۳۵۰ بستريز روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) ۱۵ بستريز. . .

BACK TO NEWS