د عامې روغتیا وزیر په سمنګان کې د ۵۰ بستریزې نسایي ولادي څانګې پرانیسته وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
MOPH

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي ۵۰ بستریزې څانګې پرانیسته وکړه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د سمنګان والي ښاغلي ملا محمد شعیب رسالت، د یو شمېر نورو ولایتي ادارو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي  وویل: د روغتیايي خدمتونو پراخول د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کېږي په کور دننه هېوادوالو ته د معیاري خدمتونو زمینه برابره شي؛ تر څود درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته له تګ خلاص شي.

 ښاغلي وزير زیاته کړه، چې د دې څانګې فعالېدل به د میندو او ماشومانو د روغتیا په ښه والي کې مهم رول ولري.

د یادونې وړ ده، چې د يادې څانګې په فعالېدو سره به ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي خدماتو ظرفیت لوړ او د ناروغانو د درملنې بهیر به لا ښه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۶
Background image

د بغلان ولایت دوشې ولسوالۍ کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي کتنځايونو او د خوراکي توکو له تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

په دې پروګرام کې له ۳۱ بابه روغتیايي تاسیساتو، ۳ بابه رسټورانټونو او د شېریخ‌ جوړولو څخه د دوشې ولسوالۍ د کیله‌ ګي بازار کې نظارت ترسره شو، چې پایله کې يې ۵ روغتیايي کتنځايونه د جواز نه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲
Background image

په اوو ولایتونو کې د واکسیناسیون په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې

د ننګرهار، خوست، پروان، پنجشیر، جوزجان، فراه او بادغیس ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند د کتلوي معافیت ملي پروګرام امریتونو له لوري «واکسینونه د هر نسل لپاره مؤثر دي» تر شعار لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته د شاوخوا ۱۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت اړین توکي واخیستل شول

دغه توکي د یاد روغتون د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د ناروغانو درملنې بهیر د لا ښه والي په موخه د ځوانانو روغتیايي او پرمختیایي مؤسسې (YHDO) په همکارۍ اخیستل شوي دی.

BACK TO NEWS