د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د دې ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي او ولایتي رئیسانو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني سرویلانس سیستم د عامې روغتیا له بنسټیزو برخو وباله او ټینګار یې وکړ، چې د پیاوړي سرویلانس سیستم له شتون پرته د ناروغیو پر وخت کشف او اغېزمن کنټرول ممکن نه دی.
ښاغلي مرستیال وویل:( سرویلانس نه یوازې د معلوماتو راټولول دي، بلکې د معلوماتو تحلیل او پر وخت شریکول هم دي، چې له همدې لارې د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی او د خلکو د روغتیا ساتنه یقیني کېږي).
هغه د مرکز، ولایتونو او حوزو تر منځ پر پیاوړې همغږۍ ټینګار وکړ او دا یې د سرویلانس د بریا اساسي شرط وباله. نوموړي د ګډونوالو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، د تېر کال بهرنۍ ارزونه د افغانستان د سرویلانس سیستم لپاره مثبته وه، چې دا د ټولو همکارانو د ګډ کار څرګند ثبوت دی.
دغه راز، د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکتر عنایت الله عنایت د دې ډول ورکشاپونو ارزښت ته په اشارې وویل: ( دا ډول پروګرامونه د تجربو شریکولو، د ستونزو حل او د سیستم پیاوړتیا لپاره اړین دي او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به د خپلو کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو لپاره د ورته نورو ورکشاپونو زمینه هم برابره کړي، تر څو په هېواد کې د سرویلانس سیستم له لارې د ناروغیو پر وخت کشف، وقایه او کنټرول کې مهم رول ولوبوي).
