د عامې روغتیا وزارت له لوري ۸۸ تنه متخصصین د اکمال تخصص برنامې د پیاوړتیا په موخه د ټرینرانو په توګه معرفي شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۶:۱۴
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د اکمال تخصص برنامې د لا غښتلتیا په موخه ۸۸ ځوان او با استعداده متخصصین د ټرینرۍ د ټولو مراحلو تر سره کیدو وروسته د مرکز او ولایتونو تخصصي روغتونو ته د ټرینرانو په حیث معرفي شول:

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي، د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر شرافت زمان، یو شمېر نورو مسؤلینو او متخصصو ټرینرانو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي بریالیو ټرینرانو ته په ازموینه کې د بریا مبارکي ورکړه او ترې ویې غوښتل، خپلو مسؤلیتونو ته پوره پاملرنه وکړئ؛ ترڅو د نورو له احتیاجه خلاص او وګړي مو هوسا شي.

دغه راز، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي وویل، دغه ازموینه په بشپړ شفافیت سره د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شوه چې د اکمال تخصص په تاریخ کې یو بې ساری لوړ او د ستاینې وړ اقدام دی چې په دومره لوړه کچه ځوان متخصصین د ټرینر متخصصینو په توګه سیستم کې جذبیږي.

د یادونې وړ ده، څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د هېواد تخصصي روغتونونو کې د ټرینرۍ خالي بستونو ډکولو په موخه له یو شمېر متخصصو ډاکټرانو څخه تحریري او عملي ازموینه اخیستې وه، چې د ازموینې پایلو تر اعلانېدو وروسته ۸۸ تنه متخصص ټرینران بریالي شوي وو او رسما خپلو اړوندو بستونو ته ورمعرفي شول ، د پاتې نورو بستونو لپاره به هم په نږدې کې ازموینه واخیستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS