د بدخشان، تخار، کندز او بلخ ولایتونو په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پلي کېدو بهیر څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
moph

د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د څارنې ټیمونه د متخصصو ټرینرانو او ټریني ډاکټرانو د ستونزو معلومولو او د اکمال تخصص پروګرام د ټریننګ تشو د تشخیص او ارزونې په موخه په رسمي ډول د بدخشان، تخار، کندز او بلخ ولایتونو تخصصي روغتونونو ته واستول شول.

په پیل کې یادو ټیمونو د پورته یادو شویو تخصصي روغتونونو له رهبرۍ، د ټریننګ له مسؤلینو، د څانګو له مسؤلینو، متخصصو ټرینرانو او ټریني ډاکترانو سره د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په موخه ناسته ترسره او د اکمال تخصص لوی ریاست موخو ته د رسېدو او همدارنګه د لاندې مهمو موضوعاتو پر ارزښت یې ورسره خبرې وکړې، لکه: (د کریکولم او لاک بوک تطبیق، د بستر پر سر تدریس (Bedside Teaching)، سهارنی راپور (Morning Report)، سهارنۍ کتنه (Morning Visit) او د کیس وړاندې کول (Case Presentation)؛ ځکه چې دغه موضوعات د ډاکټرانو د علمي کچې او مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې بنسټیز رول لري.

د یادونې وړ ده، چې دا بهیر د مرکز او ولایتونو په ټولو تخصصي روغتونونو او همدارنګه په متممو تخصصي مرکزونو (نظامي او خصوصي تخصصي) کې هم د تطبیق وړ دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS