فارياب کې ۲۵ تنه واکسيناتورانو ته د ورلډ ویژن مؤسسې د سيمه ييز دفتر له لوري ۱۴ ورځنی روزنيز ټريننګ پيل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۱۶
MOPH

ياد ټريننګ د فاریاب د عامې روغتیا مرستیال، مولوي خان آغا اسد او د ورلډ ویژن د ولایتي دفتر مسؤل، شاکرالله غروال په شتون کې د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت څانګې او د شمال زون له ترینرانو سره په همغږۍ او همکارۍ پیل شو، چې ترڅ کې به يې که ملي کتلوي معافیت پروګرام واکسیناتورانو ته د واکسین د اغېزمن تطبیق، د ثبت او راپور ورکولو د طریقو، د سوړ زنځیر (کولډ چین) د ساتنې او له خلکو سره د مسلکي چلند په برخو کې اړینې زده‌کړې ورکړل شي.

د دې ټریننګ موخه د روغتيايي کارکوونکو ظرفیت لوړول، د واکسیناسیون خدماتو د کیفیت ښه والی او د فاریاب ولایت په بېلابېلو سيمو کې د کتلوي معافیت د پوښښ زیاتوالی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۶
Background image

د بغلان ولایت دوشې ولسوالۍ کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي کتنځايونو او د خوراکي توکو له تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

په دې پروګرام کې له ۳۱ بابه روغتیايي تاسیساتو، ۳ بابه رسټورانټونو او د شېریخ‌ جوړولو څخه د دوشې ولسوالۍ د کیله‌ ګي بازار کې نظارت ترسره شو، چې پایله کې يې ۵ روغتیايي کتنځايونه د جواز نه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲
Background image

په اوو ولایتونو کې د واکسیناسیون په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې

د ننګرهار، خوست، پروان، پنجشیر، جوزجان، فراه او بادغیس ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند د کتلوي معافیت ملي پروګرام امریتونو له لوري «واکسینونه د هر نسل لپاره مؤثر دي» تر شعار لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته د شاوخوا ۱۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت اړین توکي واخیستل شول

دغه توکي د یاد روغتون د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د ناروغانو درملنې بهیر د لا ښه والي په موخه د ځوانانو روغتیايي او پرمختیایي مؤسسې (YHDO) په همکارۍ اخیستل شوي دی.

BACK TO NEWS