د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډمیک بورډ لومړۍ غونډه ترسره شوه
دا غونډه د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي، د تخصصي روغتونونو د استادانو، د اکاډمیکو چارو د همغږۍ رئیس او د دې ریاست د عملیاتي رئیس په شتون کې د اکمال تخصص لوی ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اکاډمیک بورډ د دندو د لایحې تشریح، په کور دننه او بهر ډاکټرانو (ټریني او ټراینر) د پوهې کچې لوړولو او د تخصصي برنامې د اهمیت په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.
همدارنګه، په دې غونډه کې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د ارتقایي ازموینې په اړه بحث او اړینې پرېکړې وشوې.
