د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو او کارکوونکو ته په ټولنه کې د ناوړه او بدو رواجونو مخنیوي په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د تشریح او تدریس لړۍ پیل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۸:۴۹
MOPH

د تدریس په یاده لړۍ کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم ګډونوالو ته د ناوړه رواجونو مخنیوي په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان بنسټیز اهداف، د شریعت له نظره یې اهمیت او د عملي تطبیق څرنګوالی روښانه کړ.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس په خپلو خبرو کې وویل؛ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دغه فرمان د اسلامي ټولنې د اصلاح، د باطلو رواجونو د له‌ منځه وړلو او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.

د یادونې وړ ده، چې په دغه فرمان کې د کورني او ټولنیز ژوند، نکاح، مهر، حج او عمرې، د غم او ښادۍ او نور موضوعات شامل دي، چې د ټولنې د اصلاح او د فرمان د ښه تطبیق په موخه به لا دوامدار تدریس شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

د واکسیناسیون په اړه عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د واکسیناسیون په اړه عامه پوهاوي غونډه کې:

د عامه پوهاوي له لارې موږ کولي شو چې په هېواد کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي په بنګلادیش کې د درملو شرکتونو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ بنګلادیش هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د بلخ ولایت له سیمه‌ ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د بلخ عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت الله منصور یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر د ناروغانو احوال واخیست، له روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې د. . .

BACK TO NEWS