د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ډاکټر جواد حکیمي سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۲۱
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د مسلکي معیارونو مراعتولو، همکاریو د پیاوړتیا او له روغتیايي مرکزونو څخه د دوامداره نظارت په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

همداراز، د دې سفر په ترڅ کې د طبي شوره لوی رئیس، د بامیان ولایتي روغتون او له یو شمېر نورو خصوصي روغتونونو څخه لیدنه وکړه، د خدمتونو بهیر یې وارزوه، موجوده ستونزې یې په نښه او اړوندو مسؤلینو ته یې د ستونزو حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS