د عامې روغتیا وزارت د روغتیا لوړونې (ارتقای صحت) امر، ډاکټر عبدالجبار حیدر، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف سره لیدنه وکړه!

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۵۴
MOPH

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیا لوړونې امر، ډاکټر عبدالجبار حیدر د ساري ناروغیو د اوټبریکونو او پېښو مخنیوي او کچې راکمولو په موخه د حفظ الصحې مراعتول اړین وبلل او په دې برخه کې یې د عامه پوهاوي پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي شي.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس وویل، د ساري ناروغیو مخنیوي په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه، پېښو ته د پر وخت رسېدنې او د ساري ناروغیو د کنټرول لپاره د عامې روغتیا وزات همکاري اړینه ده، چې د ناروغانو پر وخت درملنه او د ناروغیو د لېږد مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS