تېر یو کال کې د سرپل ولایتي روغتون کې شاوخوا (۳۳۲۷) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۱۵۸۶) ستر او (۱۷۴۱) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په وړیا او بریالۍ توګه ترسره شوي دي.
د جراحي عملیاتونو ترڅنګ په دغه روغتون کې (۱۱۲۵۶۲) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۵۷۰۱) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.