ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون کې لومړي ځل لپاره د لیزر په واسطه د ماشومانو د سر عملیاتو ماشین فعال شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۳۳
moph

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په هڅو د عصبي جراحي نړیوالې ټولنې له لورې د سیمه ییز روغتون عصبي جراحي وارډ ته د ۳۰ زره یورو په مالي لګښت یو ماشین وسپارل شو، چې پر مټ به یې د لیزر په واسطه د هغو ماشومانو د سر عملیاتونه ترسره کېږي، چې په پیدایښتي ډول یې دماغو کې د اضافه اوبو له امله سر لوی شوی وي.

د ننگرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال د عصبي جراحي نړیوالې ټولنې څخه د همکارۍ په موخه مننه وکړه، په دې برخه کې د ننګرهار سیمه ییز روغتون د ډاکټرانو هڅې وستایلې او له یادې ټولنې څخه یې د پرمختللو طبي وسایلو برخه کې د لا مرستې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS