د بامیان روغتیايي مرکزونو د ارزونې موخه؛ د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني له مل تخنیکي ټیم سره ګډ نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۲۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه له ولایتي روغتون او یو شمېر نورو روغتیايي مرکزونو څخه لیدنې وکړې

په دې لیدنو کې د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سليم حقاني د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د ولایتي روغتون، ایران هېواد له لوري د جوړ شوي روغتون، د ورس ولسوالۍ روغتون، یکاولنګ، روږدو ناروغانو درملنې او یو شمېر نورو روغتیايي مرکزونو خدمتونه و ارزول، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره شریکې کړې.

د داخلي تفتیش رئیس همداراز، له روغتیايي کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او پر ښه چلند سربېره ورته معیاري خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ښار په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا. . .

BACK TO NEWS