د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د معلوماتو دقیق ثبت او راپور ورکولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۲۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټڼې ریاست له لورې د مرکزي ریاستونو، ملي مؤسسو او IOM استازو سره د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د معلوماتو دقیق ثبت او راپور ورکولو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې په کې د دقیقو معلوماتو د ثبت او راپور ورکولو پر څرنګوالي بحث وشو.

په دې غونډه کې ګډونوالو د راپور ورکولو برخه کې خپل نظرونه شریک او یو شمېر سپارښتنې وشوې، چې له مخې یې باید د معلوماتو سیسټمونه پیاوړي، د ادارو تر منځ همغږي زیاته او د راپور ورکولو پروسې لا مؤثرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

ډاکتر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د صادراتو ادارې له مشر سره د درملو پر صادراتو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکتر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د صادراتو د پراختیا ادارې له رئیس، محمد حسن عارف سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۵۰
Background image

مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان له مرستیال سفیر او د درملو شرکتونو له پلاوي سره د روغتیايي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد له مرستیال سفیر، ښاغلي جمشید بدلوف او د یاد هېواد د درملو جوړولو شرکتونو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۴۹
Background image

الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د درملو د تنظیم ادارې له مشر سره وکتل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس الحافظ ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي او مل تخنیکي ټیم بنګله ‌دېش ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د. . .

BACK TO NEWS