د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي کندوز ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دې ولایت د عامې روغتیا رئيس ډاکټر محمد الله حکمت سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۶:۱۲
MOPH

په دې ناسته کې چې د روغتیا وزارت د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي شتون درلود،  د عامې روغتیا رئیس کندز ولایت کې د روغتیایي خدمتونو اړوند معلومات وړاندې کولو سربېره د تشکیل زیاتوالي، یو شمېر سیمو کې د نویو روغتونونو جوړېدو او  روغتیایي پراختیا غوښتنه وکړه.

په یاده ناسته کې د عامې روغتیا وزیر،  ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا د رئیس غوښتنې واوریدې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ ، نوموړي همدارنګه د ولسونو لپاره د اسانتیاوو را منځته کولو اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۵۱
Background image

په کابل کې د زړه ناروغانو د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړولو د اړتیاوو ارزونې په موخه ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د مالیې وزارت، اسلامي پراختیایي بانک او ساختماني شرکتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لوګر، پنجشیر او بادغیس ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي او ارایشي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې لوګر ولایت کې دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول، پنجشیر ولایت کې ۲۰ قلمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

هلمند ولایت کې ۶۴۴۳ کیلو ګرامه بې کیفیته او له نېټې تېر درمل او ۱۸۰ کیلو ګرامه بېلابېل مواد وسوځول شول

دغه درمل او مواد چې د تېرو ۲میاشتو په جریان کې ترلاسه او راټول شوي و، د ولایت مقام، عامې روغتیا ریاست، استخباراتو، ښاري محکمې، فرعي ګمرکاتو او ګڼو نورو ادارو د استازو په شتون کې له منځه. . .

BACK TO NEWS