د عامې روغتیا وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست تر منځ د اداري پروسو ساده کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۴۲
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا وزارت ښاغلو مرستیالانو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ محمد طارق طاووس، د وزارت مرکزي رئیسانو او د بېلا بېلو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.

د چارو ادارې لوی رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د اداري چارو ساده کولو پروسه د اسلامي نظام، عامې روغتیا وزارت او خلکو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه او ښه خبر یاد کړ، ترڅو له دې لارې د عامې روغتیا وزارت وکولای شي په کم وخت او شفافه توګه کارونو ته رسېدنه وکړي.

دغه راز د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د دې هوکړه لیک لاسلیک په چارو کې د اسانتیا، روڼتیا، د وخت ضایع کېدو څخه مخنیوي او د خلکو روغتیايي اړتیاوو ته د رسېدنې برخو کې اغېزمن وباله او ویی ویل: " زموږ هدف دا دی، چې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ، دې خدمتونو ته لاسرسی زیات او په چارو کې روڼتیا رامنځته کړو ".

ښاغلي وزیر همداراز، د هېواد په ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو، په محرومو ولایتونو کې د متخصصینو ګمارلو، دغو ولایتونو ته د سهمیې ځانګړې کولو، په ځان بسیا روغتیايي سیسټم رامینځته کولو، روغتیايي خدماتو پراختیا او د خلکو روغتیايي اړتیاوو پوره کولو اړوند ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

بل لور، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لوی رئیس، شیخ محمد طارق طاووس په تېرو دریو کلونو کې د دې ادارې د فعالیتونو یادونه وکړه او ویې ویل: ( دا هوکړه لیک په ټولو ادارو کې د تطبیق وړ دی او موږ غواړو د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره په اداري چارو کې اسانتیا رامنځته، چارې پر ټاکلي وخت ترسره او د کاغذ پرانۍ او وخت ضایع کېدو څخه د مخنیوی ترڅنګ شفافیت رامنځته کړو، چې دا پروسه نه یوازې په مرکز بلکې په ولایتونو کې هم د پلي کېدو وړ ده ).

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS