د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۵۳
MOPH

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې، اغلې روسیلا میکیو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو له لوري پر وړاندې کېدونکو خدماتو د خبرو سربېره د ظرفیت لوړونې برخه کې د لنډ مهاله او اوږدمهاله برنامو په لاره اچولو، د شته روغتیايي خدماتو پر پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو لپاره د خدماتو برابرولو او په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي برنامو د پیل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه وبلله او د روغتیايي خدماتو د پراختیا ترڅنګ یې د افغان روغتیايي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې برنامو برخه کې د یادې ادارې له عمومي مشرې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

بل لور د یادې ادارې عمومي مشرې د خپلې وینا پر مهال وویل: "موږهڅه کوو، چې د روغتیا په برخه کې پر اساسي او دوامداره کار برسېره خپل خدمات لا پراخه کړو، ژمن یو چې د نړیوالې ټولنې په مرسته روغتیا وزارت سره په دغه برخه کې لا زیات همکاران را جلب او شته ستونزې حل کړو".

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري لومړي ځل لپاره په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې یو ملي روغتون پرانیسته ترسره او په خدماتو يې پيل وکړ

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د یاد وزارت مرستيالانو او مرکزي رئیسانو، د بېلا بېلو امارتي ادارو استازو، په افغانستان کې د ایران اسلامي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني

عامې روغتیا وزارت په تېرو څلورو کلونو کې د روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا برخه کې کوټلي قامونه اخیستي، چې ښه بېلګه یې د ماشومانو د زړه عملیاتونه او د سرطاني ناروغیو درملنې دا روغتون دی.

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۲۹
Background image

د کابل ښار په بېلا بېلو ناحیو کې له درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو د کنټرول، احتکار او انحصار د مخنیوي، د کیفیت تأمین او د روغتيايي قوانینو  پلي کېدو په موخه. . .

BACK TO NEWS