د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ننګرهار ولایت د شدید طوفان ځپلو سیمو څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۲:۳۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په ملتیا د سره رود ولسوالۍ اړوند، شاه ناصر آغا او چهارباغ صفا سیمو څخه لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د هغو کورنیو سره، چې د وړمې ورځې باران او شدید طوفان طبیعي پېښه کې یې په زیات شمېر غړي شهیدان شوي وو نغدي مرستې وکړې.

نوموړي همداراز په پېښه کې د شهید شویو هېوادوالو روح ته د دعا کولو سربېره زیانمنو شویو کورنیو ته تسلیت ورکړ او په روغتیایي برخه کې یې د ځانکړې پاملرنې بشپړ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS