د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له استازې سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۸:۴۹
UNDP

په دې لیدنه کې د ساري ناروغیو پروګرامونو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول د ملاریا، توبرکلوز او اچ آی وي په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په هېواد کې د ساري ناروغیو کنټرول او مخنیوی خورا اړین وګاڼه او ویې ویل، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

همداراز د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازې په روغتیايي برخه کې د دې ادارې د همکاریو د دوام په اړه خبرې ترسره او د ملاريا، توبرکلوز او اچ آی وي ناروغیو د کنټرول پروګرامونو له ګلوبل فنډ سره د یوځای کېدو غوښتونکی شو.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو او له عامې روغتیا وزارت سره د نورو نړیوالو همکارو ادارو په روڼتیا او حساب ورکونې ټینګار وکړ او د دې برخې تخنیکي مسئولینو ته یې هدایت وکړ؛ ترڅو د یادو پروګرامونو د یوځای کېدو د څرنګوالي لپاره کار ترسره او د پیاوړتیا لپاره یې یو غوره حل لاره ولټوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د وزیر محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو

د دغه لمریزې برېښنا سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکټر عنایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د خوړو د خوندیتوب او حفظ‌الصحې له وضعیت څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې له یو شمېر رسټورانټونو، نانواییو، قصابیو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورنځيو څخه نظارتونو ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۰
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له AHDS سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په ارزګان، نيمرزو، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتيايي ځالو له لارې د مېندوارۍ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghan Health Development and. . .

BACK TO NEWS