د ننګرهار د روغتیایي علومو په انستیتوت کې د دولسم ټولګي له فارغانو څخه د جذب ازموینه واخیستل شوه.

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۹:۲۲
د ننګرهار د روغتیایي علومو په انستیتوت کې د دولسم ټولګي له فارغانو څخه د جذب ازموینه واخیستل شوه.

د ننګرهار روغتیایي علومو انسټيټيوټ په بیلابیلو څانګو کې د نوو زده کوونکو د جذب په موخه د ۱۲م ټولګیو له فارغینو څخه د کانکور آزموینه واخیستل شوه!

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د روغتیايي علومو انسټيټيوټ په عالي نرسنګ، طبي تکنالوژۍ، فارمسۍ، فیزیوتراپۍ او د غاښونو پروتیز څانګو کې په لومړۍ ورځ د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د شا او خوا ۴۰۰۰ د دولسم ټولګیو نارینه فارغینو څخه د کانکور آزموینه واخیستل شوه.

دغه راز د شنبه په  ورځ به د شاوخوا ۱۲۰۰ ښځینه زده کوونکو څخه د آزموینې په اخیستلو سره به یادې  آزموینې لړۍ  پای ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې د  ۶۰۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو له جملې څخه  به ۲۳۰ تنه یاد انسټيټيوټ کې جذب شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS