د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال د بغلان له ولایتي روغتون او روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۷:۱۶
بازدید معین پالیسی و پلان وزارت صحت‌عامه از شفاخانه ولایتی و مراکز صحی ولایت بغلان

چهارشنبه، سلواغه ٢٧/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي، د روغتیايي قوانینو د تطبیق رئیس ډاکتر سید رسول منګل او مل پلاوي یې د بغلان ولایت له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د پالیسۍ او پلان مرستیال د روغتیايي پرسونل له کارونو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې په دغه روغتون کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو وضعیت له نږدې وڅېړل او همدارنګه مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې په دغه ولایت کې د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
له بلې خوا د دغه روغتون روغتيايي کارکوونکو خپلې ستونزې او وړانديزونه د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره شريک کړل او د دغه وزارت له مشرتابه څخه يې د حل غوښتنه وکړه، چې په اړه يې لازمې لارښوونې وشوې.
همدا راز ډاکتر غیاثي او ورسره مل ټیم د بغلان ولایت د حکیم سنايي خصوصي روغتون او د حسین خېلو جامع کلینیک څخه لیدنه وکړه او په دغو مرکزونو کې یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو وضعیت له نږدې وارزو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS