په جوزجان او سرپل کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره له SCI سره د ۹۰۳ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۵۳
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري جوزجان او سرپل ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Save the Children International-SCI مؤسسې سره د (۹۰۳۰۹۱) نهه سوه درې زره یو نوي ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۵ روغتيايي مرکزونو او یو ګرځنده روغتیايي ټیم له لارې د یادو ولایتونو (۵۱۰۰۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۸۳) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د SCI مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کونړ د عامې روغتیا ریاست روزنیز تالار لپاره د لمریزې برېښنا سیستم فعال او پرانيستل شو

د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست د روزنیز تالار د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د یونیسف په مالي ملاتړ د لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۳
Background image

په کونړ کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

په کونړ ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، د ۱۵.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري کېښودل شوه.

دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو د وضعیت ارزونه پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د خوړو د تحلیل او څارنې رئیس ډاکټر سید مؤمن خان فدایي کوي، د څارنې او پلټنې د پیاوړتیا، د شته ستونزو حل او د خوړو او. . .

BACK TO NEWS