په تخار کې د ۳۵ لکه افغانیو په ارزښت یو شمېر روغتیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۸
moph

يادې پروژې د تخار عامې روغتیا ریاست په هڅو او د آغاخان روغتیايي خدمتونو بنسټ (AKHS) په مالي لګښت د دغه ولایت د ورسج ولسوالۍ په جامع روغتیايي مرکز کې د ۳۵ لکه افغانیو په ارزښت بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د ولادي څانګې د نوې ودانۍ جوړول، لابراتوار او د وینې بانک ته د طبي تجهیزاتو برابرول، د روغتیايي مرکز د ودانۍ ترمیم او رنګول، د احاطې دېوال جوړول او یو شمېر نورې پراختیايي پروژې شاملې دي.

د تخار ولایت عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام د آغاخان روغتیايي خدمتونو بنسټ له دوامدارې همکارۍ او پاملرنې څخه مننه وکړه او ویې ویل: د روغتیايي خدمتونو پراختیا او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د داسې بنسټیزو پروژو پلي کول د خوښۍ او ډاډ وړ دي.

همدارنګه، د آغاخان مؤسسې د روغتیايي خدمتونو مرکزي رئیس، ډاکټر اکرام‌الدین یوسفزي وویل: د ورسج ولسوالۍ په جامع روغتیايي مرکز کې د یادو پروژو پلي کول به د سیمې د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او لاسرسي په ښه والي کې اغېزمن رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روسیې له یو شمېر تخصصي روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا‌. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سرطاني ناروغيو د تشخیص او درملنې روغتون، د ولادي او نسایي ناروغیو او نویو زېږېدلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له SCI سره په جوزجان او فاریاب کې د ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د ماشومانو او میندو لپاره د روغتیايي او تغذیوي ژوند ژغورونکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Save the Children International. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په هرات، هلمند او فراه ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

د دغو ولایتونو د عامې روغتیا رياستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو، د ولایتونو په مرکزونو کې له روغتیايي کلينيکونو او اړوندو تأسیساتو څخه د څارنې پایله کې په هرات ولایت کې یو درملتون او د. . .

BACK TO NEWS