په هرات، هلمند او فراه ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو
د دغو ولایتونو د عامې روغتیا رياستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو، د ولایتونو په مرکزونو کې له روغتیايي کلينيکونو او اړوندو تأسیساتو څخه د څارنې پایله کې په هرات ولایت کې یو درملتون او د درملو یو عمده پلورنځی له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل.
همدارنګه، ۱۰ کارټنه خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
همداراز، په هلمند ولایت کې ۵۰ قلمه درمل راټول او یو درملتون وتړل شو.
سربېره پر دې په فراه ولایت کې له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله ۱۰ کتنځایونه وتړل شول.
