د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتون مدیریت (Hospital Management) په برخه کې د روزونکو روزنې (TOT) پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
دغه روزنیز پروګرام، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوی و، ۳۰ تنو ګډونوالو ته په کې د روغتون اغېزمن مدیریت، اداري چارو سمون، د خدمتونو کیفیت لوړولو او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر د لا چټکتیا په اړه اړین معلومات او عملي مهارتونه وړاندې شول.
د ياد روزنیز پروګرام د پاي پر مهال، چې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي او يو شمېر مرکزي رئیسانو هم شتون درلود، د ظرفیت لوړونې رئیس مجیب الرحمن ماموندزي دغه پروګرام د روزونکو د ظرفیتونو لوړولو برخه کې يو مثبت ګام وباله او د ورته روزنيزو پروګرامونو د دوام او لا پیاوړتیا يادونه يې وکړه.
همدارنګه، د مالي او اداري چارو مرستیال د روغتونونو پر لازم او اغېزمن مدیریت ټينګار وکړ او ويې ويل: په روغتيايي سيستم د خلکو باور زياتولو لپاره بايد د روغتونونو غوره مدیریت ترسره او په کې د خدماتو کيفيت لوړ شي.
