د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د خوړو د خطر تحلیل او سرويلانس ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوړو د خطر تحلیل او سرويلانس ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د خوړو د خوندیتوب او کیفیت تأمین په موخه د مصنوعي رنګونو، مصنوعي ګاڼې او په سړکونو کې په پلورل کېدونکو خوړو کې د ETEC د رول په اړه اړین معلومات راټول او وڅېړل.
همدارنګه، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د خوړو د تولیدي تأسیساتو سروې ترسره شوه او د محصولاتو د کیفیت او خوندیتوب ښه والي په موخه اړینې سپارښتنې او وړاندیزونه هم وړاندې شول.
همدارنګه، د خوړو اړوند تخنیکي معیارونه او لارښودونه مطالعه او وڅېړل شول او د خطر د تحلیل، علمي موضوعاتو د ارزونې او تخنیکي پرېکړو په برخه کې له اړوندو څانګو سره لازمې همکارۍ ترسره شوې.
سربېره پر دې، د خوړو خوندیتوب د معیارونو او د خوړو سروې اړوندو معیارونو د تدوین، بیاکتنې او نهایي کولو بهیر وڅېړل شو او د معیارونو لا ښه والي په موخه مسلکي وړاندیزونه وړاندې شول.
