هرات ولايت کې د نږدې ۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د سویل‌لوېدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار پرانیستل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۴۰
MOPH

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې، چې د افغانستان ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتيا وزير ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او يو شمېر نورو لوړ پوړو امارتي مسؤلينو شتون درلود، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال وويل: له دې وروسته به هېواد ته واردېدونکي خوراکي توکي، درمل او روغتيايي محصولات د دغه لابراتوار له لارې د کیفیت او اعتبار له پلوه ارزول کېږي او د بې‌کیفیته، تقلبي او غیرمعیاري توکو د وارداتو مخنیوي او د کورنیو تولیداتو کیفیت لوړولو برخه کې به مهم رول ولوبوي.

همدارنګه، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال د کورنیو تولیدي شرکتونو او فابریکو مسؤليو ته وويل، چې د محصولاتو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او له سوداګرو يې وغوښتل، چې د شخصي ګټو لپاره هېواد ته بې‌کیفیته او زیان‌رسوونکي توکي وارد نه کړي او ټینګار یې وکړ، چې د غیرمعیاري توکو وارداتو ته به اجازه ورنه کړل شي.

دغه راز، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وويل: په زونونو کې معیاري لابراتوارونه د بې‌کیفیته توکو د واردولو او تولید مخنیوی کوي او زیاته یې کړه، د نمونو راټولولو او د درملو او خوراکي توکو د ازموینو بهیر د چټکتیا په موخه به د هېواد په بېلابېلو زونونو کې لابراتواري مرکزونه جوړ شي.

ورته مهال، د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وويل: عامې روغتيا وزارت د خوراکي توکو او درملو د کیفیت ارزونې او تحلیل اوسني لابراتوارونه تقویه کړي او د پلان له مخې به دغه لابراتوار ته ورته لابراتوارونه د هېواد په نورو زونونو کې هم پرانيستل شي؛ ترڅو د درملو او خوراکي توکو کيفيت تضمین شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له BARAN مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Bu Ali Rehabilitation & Aid Network-BARAN مؤسسې سره د (۲۳۹۵۴۴) دوه سوه نهه دېرش زره پنځه سوه څلور څلوېښت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري پکتیا ولایت کې له بېلابېلو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د دغو نظارتونو پر مهال د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څرنګوالی، روغتیايي وضعیت، د خدماتو لا ښه والي په موخه شوي وړاندیزونه او شته ستونزې وڅېړل شوې او د روغتیايي ارقامو د کیفیت له. . .

BACK TO NEWS