د عامې روغتيا وزارت له لوري د نړيوالو همکارو ادارو او مؤسسو له استازو سره د حادو اسهالاتو پېښو ته د ځوابویلو نوبتي ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس، ډاکټر حيدر خان حيدر، يو شمېر نورو مسؤلينو او د اړوندو مرکزي رياستونو استازو ګډون کړی و، د حادو اسهالاتو د پېښو کنټرول، مخنيوي، شته ستونزو حل، لازم چمتووالي او اغېزمنو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس د حادو اسهالاتو پېښو د اغېزمن کنټرول او مخنيوي برخه کې پر ګډ کار، اغېزمنې همغږۍ، چټک غبرګون، د وقايوي تدابيرو پر تطبيق او د نړيوالو ادارو پر لازمې همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل: عامې روغتيا وزارت د اړوندو ادارو په همغږۍ د دغو پېښو د مخنيوي او عامې روغتيا خونديتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کوي؛ څو د دغې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيول شي.
همداراز، د يو پرېزنټېشن له لارې د هېواد په کچه، په ځانګړي ډول ختيځو ولايتونو او بلخصوص ننګرهار ولايت کې، د حادو اسهالاتو د ثبت شويو مثبتو پېښو په اړه معلومات وړاندې شول او د ناستې ګډونوالو د دغو پېښو د لاملونو، کنټرول او مخنيوي په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل.
ورته مهال، د يادو پېښو د کنټرول او مخنيوي په موخه لازمې پرېکړې ترسره او د WASH پروګرام په اړه هم پرېزنټېشن وړاندې او د وقايوي تدابيرو پر پلي کولو او د پاکو اوبو پر کارولو ټينګار وشو.
