د هېواد په شمالي زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱
moph

په دغه روزنیز پروګرام کې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو د خصوصي روغتونونو ۴۶ تنو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند معیارونه او د هغو د عملي پلي کولو لارې چارې ګډونوالو ته وړاندې شي.

د دغه پروګرام د جوړېدو موخه د ګډونوالو ظرفیت لوړول، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والی او د ناروغانو د خوندیتوب پیاوړتیا ده.

د یاد روزنیز پروګرام د پرانیستې مراسمو کې د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سید احمد شاداب په خصوصي روغتونونو کې د اعتبار ورکولو معیارونو پلي کولو پر اهمیت او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې یې پر رول ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیایي ځالې ودانۍ د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (IOM) سازمان په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې په فعالیت سره به یې د سیمې ۳زره نه تر ۵زره اوسیدونکي په معیاري تعمیر کې روغتیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د څېړنې مېتودولوژۍ اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د اکمال تخصص برنامې د ټریني ډاکټرانو د علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه استقلال روغتون کې د څېړنې مېتودولوژۍ (Research. . .

BACK TO NEWS