د عامې روغتیا وزارت وقايې او غیرساري ناروغیو د کنټرول ډيپارټمنت له لوري د غزني ولایت د ۹۵ تنو روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو
په دې ورکشاپ کې د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو، په غیرساري ناروغیو د اخته ناروغانو مدیریت او روغتیايي مشورو اړوند موضوعات تدریس شول.
د عامې روغتیا وزارت وقايې او غیرساري ناروغیو د کنټرول مسئول ډاکټر محمد سمیع کریمي وویل: ډاکټران او د ټولنې روغتیايي کارکوونکي د غیرساري ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې مهم او اغېزناک رول لري او د هغوی ظرفیت لوړونه اړینه ده.
همدارنګه، نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې خپلې زده کړې له خپلو نورو همکارانو سره په کلینیکونو، روغتونونو او کلیو کې شریکې کړي؛ ترڅو په دې برخه کې د لا ډېرو کسانو د روزنې زمینه برابره شي.
