په کابل کې د غیر ساري ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۵۴
moph

د عامې روغتيا وزارت د غير ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي ډيپارټمنت مسؤلینو له لوري د کابل ښار په نهمه او لسمه ناحیه کې د غير ساري ناروغيو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام تر سره شو

په دې پروګرام کې د غير ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي په موخه د يادو ناحيو اوسېدونکو ته بېلابېل اړين معلومات ورکړل شول، چې په کې د نشه يي توکو د زيانونو، د مالګې زیاتې کارونې خطر، د وينې لوړ فشار، سرطان، زړه او شکرې ناروغيو په اړه معلومات شامل و. دغه راز، د ياد پروګرام په ترڅ کې ګن شمېر معلوماتي پوسټرونه په مناسبو ځايونو کې نصب شول؛ څو د خلکو پوهاوی زيات او د سالم ژوند دودولو لپاره اغېزمن رول ادا کړي.

د غير ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي ډيپارټمنټ مسؤلينو وويل: د ورته پروګرامونو موخه د غير ساري ناروغيو د پېښو کمول، د خطر عواملو په اړه د خلکو خبرول او د وقايوي تدابيرو پياوړتيا ده او له هېوادوالو يې وغوښتل، چې د سالمو خوړو کارولو، منظم فزيکي فعاليت، د تنباکو او نشه يي توکو له کارونې څخه د ډډې کولو او روغتيايي سپارښتنو په مراعتولو سره د غير ساري ناروغيو د مخنيوي او کنټرول برخه کې همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د شکرې ناروغي، د وينې لوړ فشار، د زړه او رګونو ناروغۍ او ځينې سرطانونه د نړۍ په کچه د مړينې او ناروغتيا له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي، چې د عامه پوهاوي له لارې يې د مخنيوي او کنټرول لپاره اغېزمن ګامونه اخېستل کېدای شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۱۳
Background image

هلمند ولایت کې د بُست ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو پروژې دوهم ځل افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي، د ولایتونو د روغتیا همغږۍ او پلان او پالیسۍ ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د هلمند د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د هلمند ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Welfare Association the Development of Afghanistan- WADAN مؤسسې سره د (۹۰۹۹۹۹. . .

BACK TO NEWS