ډاکټر محمد ولي احمدزی د تخار عامې روغتیا رئیس په توګه وګمارل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۵
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت نړیوالو اړیکو، مرستو همغږۍ او انسجام رئیس، مولوي محمد داوُد منصوري په تشکیلاتي جوړښت کې تغیر، تبدیل او له احکامو پیروی د نظام اصل یاد کړ او د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم له مخې یې ډاکټر محمد ولي احمدزی د تخار عامې روغتیا رئیس په توګه یاد ریاست ته معرفي کړ.

ښاغلي منصوري دغه راز، نوي ګمارل شوي رئیس ته په چارو کې د بریاليتوب هیله څرګنده او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې خپلو اړوندو چارو ته په پوره صداقت او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي؛ ترڅو چارې په سمه توګه ترسره او  ولسونو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د وزیر محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو

د دغه لمریزې برېښنا سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکټر عنایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د خوړو د خوندیتوب او حفظ‌الصحې له وضعیت څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې له یو شمېر رسټورانټونو، نانواییو، قصابیو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورنځيو څخه نظارتونو ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۰
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له AHDS سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په ارزګان، نيمرزو، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتيايي ځالو له لارې د مېندوارۍ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghan Health Development and. . .

BACK TO NEWS